دمهاجرينو وزارت مرستيال او سرپرست دملګرو ملتونو دکډوالوادارې د رئیس مرستيال سره ليدنه وکړه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۵ - ۲۱:۱۹
____________

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال محمد ارسلاخروټي دملګرو ملتونو دکډوالو اداری (UNHCR) دمرستيال مرين دين کای دوم چای سره په خپل کاري دفترکې ليدنه وکړه او د دواړو لوريو دکډوالواو پناه غوښتونکو دستونزو دحل په موخه خبرې وکړې.

په دغه ليدنه کې دملګرو ملتونو دکډوالوادارې درئیس مرستيال وويل:((موږ چمتو يو چې په افغانستان کې بېځايه شوو او اړمنو کورنيو ته مرستې ورسو او اوسمهال په ٥٢ساحو کې فعاليت لرو ،چې هرې کورنۍ ته (٢٠٠) امريکايي ډالره وېشل کېږي)).

نوموړي زياته کړه،د دغې برنامې له لارې به (۲۰۰) زره مهاجرینو ته مرستې ووېشل شوی او (٤۰۰) زره مهاجرین چی کله خپلو ځایونو ته ورسیږي او دغه دمرستو لړۍ به دوام لري اوپه يو شمېر سيموکې يې ستونزو ته په کتو د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال او سرپرست وزیر د دغې ادارې له مرستو څخه مننه وکړه او له يادې ادارې يې وغوښتل، چې خپلې مرستې د ۱۰ لکو مهاجرینو ته زياتې کړي.

د UNHCRاداری دمرستيال وویل چی دغه مرستی د ۱۰ لکه کیږی او د نورو مرستو ته هم لازم توجو لرو.

خروتی زیاته کره چی په افغانستان کې داخلي بېځايه شوي اوپناه غوښتونکي له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او په دې برخه کې يې د يادې ادارې څخه د جدي همکاريو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته