په هلمند ولایت کي د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي د لمړي فاز د بنسټ ډبره کښېښودل شوه

anwari_morr
Sat, May 31 2025 9:23 AM
-

د هلمند ولایت واشېر ولسوالۍ اړوند سیمه کي د کندهار هرات عمومي سړک ته څېرمه د مهاجرینو د ښارګوټي دلمړي فاز د جوړولو د بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ ګې کښېښودل شوه.
په دې مراسمو کي د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کوراو ښارجوړولو سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني، د هلمند مرستیال والي مولوي محمدنبي حماس، امنیه قوماندان ملا امین الله زبیر، د هلمند ولایت د کډوالو رییس او یو شمېر نورو اړوند ولایتي ادارو استازو، تجارانو، صنعت کارانو حضور درلوده.
دغه ښارګوټی پر لس زره (۱۰۰۰۰) جریبه ځمکه جوړېږي، چي نن یې د لمړي فاز پنځه زره(۵۰۰۰) جریبه دی د بنسټ ډبره کښېښودل شوه.
مرستیال والي د وینا پرمهال راغلو مېلمنو ته له ښه راغلاست او تود هرکلي وروسته دا ښارګوټی د بیارغوني برخه کي مهم پرمختګ یاد کړ او د مشرانو د مهربانۍ او پېرزویني څخه دمنني ترڅنګ یې مهاجرینو وروڼو ته مبارکي وویل او په دې برخه کي یې له خپل لوري د بشپړ همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل: ميليونونه افغانانو د کوم مادي امتياز يا کاروبار لپاره نه، بلکي د دين، وطن او نواميسو د دفاع په خاطر ګاونډيو او د نړۍ نورو هيوادونو ته هجرت کړی وو. اوس چي زموږ د مجاهد ولس په قربانيو او د الله تعالی په فضل په هيواد کي خپلواک او اسلامي نظام حاکم دی، مشرتابه او مسؤولين ټول خپلو خلکو ته د اقتصاد، تعليم، روغتيا او نورو برخو کي د اسانتياوو په برابرولو بوخت دي.
هغه زياته کړه، د مهاجرينو ستونزو ته د رسيدني عالي کميسيون شپږ کمېټې راستنېدونکو هيوادوالو ته عاجلي او اړيني مرستي او خدمات برابروي او شپږ نوري کمېټې په ټولنه کي د هغوی د بيا ادغام، کارموندني، دايمي مېشتېدنې او سرپناه برابرولو لپاره بوختي دي.
نوموړي زیاته کړه: په هلمند ولايت کي د کډوالو په دغه ستر ښارګوټي کي چي نن یې د لومړي فاز چاري پرانیستل کېږي، د تفصيلي ښاري پلان مطابق پکې ټولي لومړنۍ اسانتياوي په پام کي نيول شي او مستحقو راستنېدونکو هيوادوالو ته به توزيع شي.

دغه ښار ګوټی د ښاري پلان مطابق د واشېر ولسوالۍ شوراب ته څېرمه په یوه دښته کي جوړیږي، په لومړي فاز کي يې پر ۵۰۰۰ پنځه زره جریبه ځمکه ۳  لوی جوماتونه، ۱۸ کوچني جوماتونه، ۳۰ مدرسې او ښوونځي، ۸ کلينکونه، ۵ روغتونونه، مارکېټونه او نورې د اړتيا وړ برخي به پکې شاملې وي.
د کور او ښار جوړولو وزیر په تېرو څلورو لسیزو کي د شوروي یرغل، ملوک الطوایفۍ او غربي اشغال دورو ته په اشارې سره وویل، چي افغانانو ډېرې قربانۍ ورکړې، شهادتونه، هجرتونه او ډول ډول تکلیفونه یې تېر کړي. اوس هغه وخت رارسېدلی چي ولس مو د ارام ساه واخلي او په خپل وطن کي ارام ژوند ولري.
په وروستیو کي شپږ تنه م
هاجرینو ته د نمرو اسناد د ریاست الوزراء د اداري مرستیال، د کور او ښار جوړولو وزیر او د هلمند مرستیال والي له لوري ورکړل شوه

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

BACK TO NEWS