د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت د بېلابېلو سیمو له یو شمېر قومي مشرانو او علماو سره وکتل.

anwari_morr
Wed, May 28 2025 10:26 AM
-
د ناستې په پیل کې له ننګرهار څخه راغلو قومي مخورو له هغوي سره د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو د وزیر له همکارۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې پر وخت یې ستونزو ته رسیدنه شوې او په دې برخه کې یې د اسلامي امارت د مشرانو د هڅو ستاینه وکړه.
راغلو قومي مشرانو او علمای کرامو، له پاکستان څخه ننګرهار ته د راستنو شوو هېوادوالو د ستونزو شریکولو پر مهال وویل، چې د کابل د تېرې ادارې پر مهاله په یاد ولایت کې کډوالو ته ځانګړي شوي ښار ګوټي ځينې نیمګړتیاوې لري او همدارنګه په تېرو دوو لسیزو کې، راستانه شوي کډوال لاهم د پيژند پاڼو او نورو اړینو اسنادو په اخيستلو کې له ستونزو سره مخ دي.
د ناستې پر دوام راغلو مشرانو د مهاجرینو غوښتنو ته د رسیدنې په موخه د وړانديزونو شریکولو سربـــېره، د اسلامي امارت له لوري په سرحدي سیمو کې د کلینیکونو، بندونو جوړولو او په ننګرهار کې د اسلامي نړیوال پوهنتون او زر بیستریز روغتون د چارو د بیا پیل غوښتنه وکړه.
محترم مولوي عبدالکبیر له ننګرهار څخه راغلو علمای کرامو او قومي مشرانو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې د امارتي ادارو دروازې د خلکو پر مخ خلاصې دي او له توپــــير پرته د ولس غوښتنو ته رسیدنه کېږي.
محترم وزیر د مهاجرینو په برخه کې د اسلامي امارت د ادارو مسوولیتونو ته په اشارې سره وویل، چې د کډوالو او راستنو شوو غوښتنو ته به رسیدنه وشي او له اړوندو اداره سره به شریکې شي.
د ناستې په پای کې یو ځل بیا، محترم مولوي عبدالکبیر راغلو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې شوو وړاندېزونو ته به یې رسیدنه وشي او اړینه همکارۍ به ورسره وکړي.
 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS