د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزير محترم مولوي عبدالکبیر په دو جلاجلا ناستو کې د څو ولایتونو له علماي کرامو او قومي مخورو سره وکتل.

sadam_morr
Tue, Apr 15 2025 7:59 AM
_
راغلو علماوو او قومي مخورو د افغان کډوالو پر ستونزو او ځینو وړاندېزونو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت په لنډ مهاله ښارګوټو کې د کډوالو لپاره د اړتیا وړ اسانتیاوې چمتو کړې دي او وړاندېز یې وکړ چې اسلامي امارت دې د کډوالو لپاره د استوګنې په دایمي ښارګوټو کې د ځمکو د ویش لړۍ هم پیل کړي.
دغو مخورو او علمای کرامو د یو لړ ستونزو حل په موخه سلا مشورې او وړاندېزونه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر سره شریک کړل.
د ناستو پر دوام، محترم مولوي عبدالکبیر وویل اسلامي امارت له توپــــــــیر پرته راستنو شوو افغانانو ته د استوګنې ځمکې په نظر کې نیولې دي او هڅې روانې دي چې په ولایتونو کې ژر د ښارګوټو ځمکه ځانګړې او د وویش لړۍ یې پیل شي.
محترم وزیر زیاته کړه، چې اسلامي امارت د ولسونو ستونزو ته متوجه دی او د شته امکاناتو پر مټ به ورته حللارې ولټول شي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

BACK TO NEWS