د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان له مرستیالې آغلې موتیا مسکون او ورسره مل پلاوي سره وکتل.

sadam_morr
Thu, Mar 13 2025 8:37 PM
_

په دې ناسته کې چې د افغان کډوالو او داخلي بیځایه شوو پر وضعیت خبرې وشوې، میرمن موتیا مسکون د روان زیـــــــــږدیز کال لپاره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان کاري پلان له محترم مولوي عبدالکبیر سره شریک کړل.
نوموړې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري ډول د افغان کډوالو پر ایستلو انديښنه څرګنده کړه او یادونه یې وکړه، چې د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان هڅه کوي افغان کډوالو ته اړینې نقدي او غیرې نقدي مرستې ورسوي.
هغې زیاته کړه، چې د کډوالو نړیوال سازمان همدارنګه هوډ لري څو له پاکستان څخه د کډوالو د نوې لړې له پیل وړاندې په پولو کې اړینې اسانتیاوې رامنځته او د اغېزمنو مرستو رسونې په موخه د اسلامي امارت له اړوندو ادارو سره همغږي زیاته کړي.
محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو نړیوال سازمان پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال د افغان کډوالو لپاره د ایټالیا هېواد له وروستۍ مرستې ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې د کډوالو او داخلي بیځایه شوو د لاس نیوي په برخه کې د ملګرو ملتونو بشري مرستې مهمې او اغېزمنې دي.
محترم وزیر وویل، چې اسلامي امارت په دایمي ډول د کډوالۍ د ستونزو د حل هڅې کوي.
 نوموړي د کډوالو لپاره د ښارګوټو د رغولو په برخه کې د اړوندو بنسټونو پر همکاریو او مرستو ټېنګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په جبري ډول له ګاونډیو هيوادونو څخه د افغان کډوالو راایستلو په کور دننه د مرستې رسونې لړۍ ټکنۍ کړې ده.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS