د کډوالو وزارت او ملګرو ملتونو د مرستیالۍ استازو تر منځ ګډه ناسته وشوه
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستیالۍ د دایمي حل لارو د برخې استازو تر منځ ناسته وشوه.
دغه ناسته چې د راستنېدونکو چارو وزارت د راستنېدنې او بیامېشتېدنې رییس مولوي شکرالله شاکر په مشرۍ او د دایمي حل لارو په چارو کې د ملګرو ملتونو د مرستیالۍ سلاکارې مېرمن فرحانه ستاکر په حضور کې جوړه شوه. د دواړو لوریو ترمنځ په راتلونکي کې د هېواد په څلورو ولایتونو کې د کډوالو لپاره د ښارګوټو د جوړولو په اړه بحث او خبرې وشوې.
مولوي شکرالله شاکر وویل: زموږ موخه د راستنو شویو او بې ځایه شویو لپاره خدمت کول دي، چې په همغږۍ او همکارۍ د یادو ښارګوټو په جوړولو سره په راتلونکي کې یوې هوکړې ته ورسیږو.
د کډوالو وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي محمود الحق احدي د دې ډول کارونو پیلول د دایمي حل لارو پیدا کولو لپاره مثبت ګام وګاڼه او په دې برخه کې یې پر دوه اړخیزه همغږۍ ټینګار وکړ.
مېرمن فرحانه ستاکر د دې ناستې موخه د کډوالو لپاره په څلورو ولایتونو کې د ښارګوټو جوړول یاد کړل او زیاته یې کړه: زموږ بنسټیزه موخه له اړمنو سره مرسته کول دي.
نوموړې په راتلونکي کې د دغه پروګرام د موخو د تحقق په موخه د کډوالو چارو له وزارت سره د تخنیکي ناستې غوښتنه وکړه.
