خپلو سیمو ته د زرګونو بېځایه شویو کورنیو ثبت او بایومټریک پیل شو

sadam_morr
Tue, Nov 12 2024 2:39 PM
-

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د CCCM د تخنیکي ټیم په همکارۍ خپلو سیمو ته د ۵ زرو داخلي بېځایه شویو کورنیو ثبت او بایومټریک پیل کړ.
په همدې مناسبت د کابل ولايت د مهاجرینو چارو رياست کې جوړې شوې غونډه کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني وينا وکړه او ويې ويل: نن د خوښۍ ځاى دى، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې ښه امنیت تامین شوی او زرګونه کورنۍ داخلي بېځایه شوي، چې د ستونزو له امله بې ځایه شوي وو، پخپله خوښه خپلو سیمو ته ستنېږي.
 دا د اسلامي امارت، د مهاجرینو چارو وزارت او د همکارو بنسټونو د هڅو پایله ده.
 د مهاجرينو چارو وزير زياته کړه: په لومړي ګام کې به له کابل ښار څخه بېلابېلو ولايتونو ته پنځه زره بېځايه شوې کورنۍ خپلو مېنو او ځایونو ته وليږدول شي، چې ډېرې يې د کندوز ولايت دي.
 ورپسې د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد خبرې وکړې او ویې ویل: له درېو کلونو وروسته او د اسلامي امارت له راتګ سره الحمدلله په هېواد کې د ښه امنیت په ټینګښت سره خپلو سیمو ته د لېږد لپاره د ۵ زرو بېځایه شویو کورنیو د نوملیکنې او بایومټریک شاهدان یو. پکار ده چې په دې برخه کې له نړیوالو همکارو بنسټونو څخه هم مننه وکړو. په لومړي ګام کې به دغه کورنۍ له کابل ولایت څخه کندوز ته واستول شي او دا کار د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ښاغلي وزیر د شپه او ورځ هڅو ښکارندويي کوي.
دغه راز د مهاجرینو چارو وزارت د داخلي بېځایه شویو ریاست رییس مولوي سردار شېرزاد زیاته کړه: له ډېر انتظار وروسته موږ د یو داسې پروګرام د پیل شاهدان یو، چې له مخې به یې د همکارو بنسټونو په همکارۍ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته، چې د بېلابېلو لاملونو له امله بې ځایه شوې وې، د لېږد او ځای پر ځای کېدو زمینه برابره کړو.
 هغه زیاته کړه: په دې برخه کې له ملي او نړیوالو همکارو بنسټونو او موسسو څخه هیله کوو، چې له مهاجرینو چارو وزارت سره د سرپنا، خوراکي توکو او په نورو اړینو برخو کې لا همکاري وکړي، چې د مهاجرینو چارو وزارت وکولای شي شاوخوا ۲ اشاریه پنځه میلیونه بېځایه شوي خپلو سیمو ته ولېږدوي.
دغه کار د دې ادارې لومړیتوب دی او د اسلامي امارت د رهبرۍ ټول جګپوړي چارواکي د خپل ولس لپاره رښتیاني خدمت ته ژمن دي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS