د شهیدانو د یوې کورنۍ یو غړي د مهاجرینو چارو وزیر سره وکتل

sadam_morr
Thu, Sep 19 2024 10:06 AM
_

 په میدان وردگو ولایت کې د یوې کورنۍ د پنځو شهیدانو پلار مولوي ګل یمین د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر ښاغلي الحاج خلیل الرحمن حقاني سره وکتل او اقتصادي ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه یې وکړه.
 ښاغلي حقاني د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتبو وړاندې کولو او د شهیدانو روح ته له دعا څخه وروسته وویل: شهیدانو د خپلې خاورې، نوامیسو او د ملي حاکمیت د دفاع په لاره کې خپل ولس ته ډېر ویاړونه ورکړي دي او د افغانستان خلک به د دوی قربانۍ هېرې نه کړي.
 د مهاجرینو چارو وزیر ورته د اقتصادي ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
 ښاغلي ګل یمین د ښاغلي حقاني له نیک احساس او غمشریکۍ څخه مننه وکړه او د هغوی شهادت یې د خپلې کورنۍ او د افغانستان د خلکو ویاړ وباله.
 په پای کې ښاغلي حقاني ورسره یو څه نغدي مرسته هم وکړه.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS