د مهاجرینو وزارت ۱۳ کارکوونکي د کمپیوټر له زده کړو فارغ شول

sadam_morr
Wed, Aug 28 2024 2:27 PM
-
 
د مهارجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ۱۳ تنه کارکوونکي د کمپیوټر له ۲ میاشتنۍ زده کړو وروسته د فراغت سندونه تر لاسه کړل.
د زده کړو دغه برنامه د مهاجرینو وزارت د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې امریت له لوري په لاره اچول شوې وه.
دغو مراسمو په تړاو جوړه شوې غونډه ته د یاد وزارت مالي او ادارې معین شیخ کلیم الرحمن فاني په خبرو کې وویل: نن چې کوم کسان د نظام او ټولنې خدمت لپاره وړاندې کیږي، اسلامي امارت مجاهدینو د کفارو پر وړاندې د ۲۰ کلنې مبارزې پایله ده.
نوموړي زیاته کړه، لکه څرنګه چې په تېرو دوو لسیزو کې مو بهرنیانو ته خپل زور ښودلی اوس په علمي او تجربوي سویه ډګر ته راوځو، هم د جهاد په ډګر کې او هم د سیاست په میدان کې بریالي وو او د الله ج په قوت سره به د مدیریت په ډګر کې هم بریالي کیږو.
د غونډې په پای کې د مالي او ادراي معین، د نظارت او ارزیابۍ او بشري سرچینو رییسانو له لوري یاد شمېر فارغانو ته د فراغت سندونه وویشل شول

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

BACK TO NEWS