د بلخ د مهاجرینو چارو رییس د مهاجرینو چارو وزارت له وزیر سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د بلخ ولایت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو له رییس مولوي اسدالله وفا سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې ښاغلي وفا د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له وزیر سره د مهاجرینو او بې ځایه شویو په برخه کې د دې ادارې کړنې او فعالیتونه شریک کړل.
ښاغلي حقاني د لازمو لارښوونو په څرګندولو سره پر روڼتیا، د اصولو پر رعایت او له مراجعینو سره پر ښه چلند ټینګار وکړ.
د بلخ ولایت د مهاجرینو چارو رییس ژمنه وکړه، چې دغو ستونزو ته به لا زیاته پاملرنه کوي او هڅه به وکړي، چې پر خپل وخت او ښه ډول د مهاجرینو خدمت وکړي.