د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال پکتیکا ته سفر وکړ

sadam_morr
Tue, Mar 26 2024 8:59 PM
-
 
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال د جبري راستنېدونکو کډوالو لپاره د موقتي استوګنې کمېتې مشر ښاغلي الحاج عبدالرحمن راشد له ګډ پلاوي سره پکتيکا ولایت ته سفر وکړ او په دې سفر کې پر دغو خبرو بحث وشو:
۱.ښاغلي راشد د موقتي استوګنې ولایتي کمېتې سره ناسته وکړه، د موقتي استوګنې کاري طرزالعمل يې یو ځل بیا د کمېتې غړو ته تشريح کړ.
۲.د پکتیکا ولایت د مهاجرینو چارو رئیس ښاغلي مولوي حمدالله فاتح چې د موقتي استوګنې کمېټې مشري هم په غاړه لري، د موقتي استوګنې کمېټې په برخه کې ترسره شوي فعاليتونه له مرکزي کمېټې سره شریک کړل او زیاته يې کړه چې په راتلونکي کې به د موقتي استوګنې په برخه کې ستونزې ته په ګډه رسیدنه وکړو.
۳.دمهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال د هدایت له مخې، کمپ یواځې په انګور هډه کې جوړ او دثبت، بایومتریک، مالي او ترانسپورت کمیتې خپل خدمتونه ترسره کړي.
۴.په پای کې د دغو موضوعاتو په اړه د پکتيکا ولایت مرستیال والي الحاج مولوی مخدوم عبدالسلام سعادت سره ناسته وشوه، چې پکې يې خپل ګذارش شریک کړ
ښاغلي مخدوم او د کډوالو چارو رئيس مولوی حمدالله فاتح د موقتي استوګنې د مرکزي کمیټې له پلاوي څخه مننه څرګنده کړه.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

BACK TO NEWS