د مهاجرینو وزارت او د شپږو موسسو ترمنځ د څه باندې ۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شول
د ۶ میلیونه ۳۱۵ زرو او ۶۳۶ امریکايي ډالرو په ارزښت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت او ډاکار موسسې، د افغانستان د روغتیا او ټولنې بیارغونې، د ډنمارک د مهاجرت شورا، د ماشومانو د ساتنې نړیوالې موسسې انصاري بیارغونې او ( JRS ) موسسې ترمنځ د همکاریو تړونونه لاسلیک شول.
د دې هوکړه لیکونو له مخې، د ډاکار موسسه د ۲ میلیونه ۴۵۱ زره ۷۸۶ ډالرو په ارزښت ۵۰ څاګانې جوړوي؛
دبیا رغونې موسسه به په ننګرهار، لغمان او کونړ کې د ۳ سوه ۶۳ زره او ۶۲ تنو لپاره ۱۰۰ څاګانې، ۵۰۰ شګو فلټرونو وېش، د ۵۵۰ تشنابونو جوړول، د حفظ الصحې د ناستو تنظیمول، د څښاک پاکې اوبه، ۱۵۰کمودونه او د کثافاتو د مخنیوي لپاره ۱۶۰ زره پلاستیکونه ویشي او د اوبو د کیفیت ازمایلو لپاره به ۲ زره ریجمټ واخلي.
د افغانستان د روغتیا او ټولنې د بیارغونې موسسه د ۱ میلیون۳۲ زره او ۵۰ ډالره په ارزښت د یو کلنیک، پنځو شنو خونو، له سولري سیستم سره د ۱۵۰ سرپناوو جوړول او ترمیم، د دوه لپټاپ کمپیوټرونو، د قابله ګۍ د روزنې او په کابل، پروان او لوګر ولایتونو کې د سړک جوړونې چارې ترسره کوي چې ۵ زره کورنیو ته خدمات وړاندې کوي.
د ( JRS ) موسسه په کابل او هرات ولایتونو کې ۲ زره ۸۴۴ تنو ته د اوو کتابتونونو په جوړولو، د مشورې ورکولو، تخنیکي روزنې، ماشومانو ته د خوراکي توکو د وېش او د ښوونې په برخه کې ۹ سوه ۵۴ زره ۳۷۰ ډالره لګوي.
د ډنمارک د مهاجرت شورا به په ننګرهار ولایت کې د ۱ زرو او ۶۲۶کسانو د کرایې د ورکولو په برخه کې ۷۰۰ زره امریکایي ډالر نغدي مرسته لګوي.
په همدې ډول د انصاري بیارغونې موسسه په هرات، فراه، بادغیس او غور ولایتونو کې له ۱۵ زره او ۵۰۰ کورنیو سره ۵۶۴ زره ۳۰ ډالره د مرستو د ارزونې، د بې ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو د سروې، د سکتوري ریاستونو تر مشرۍ لاندې د بې ځایه شویو د ګډې سروې او د نغدي او غیرې نغدي مرستو د وېش اړوند لګوي او د ماشوم ساتنې نړیواله موسسه په ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې له ۲زره ۵۰۰ کورنیو سره ۵۰۰ زره ډالره نغدي مرسته کوي.
دا هوکړه لیکونه د وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او د يادو موسسو د استازو له خوا لاسليک شول.