د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر د پکتیا ولایت د مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

anwari_morr
Thu, Feb 08 2024 12:29 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د پکتیا ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له مختلفو شعبو څخه لیدنه وکړه او د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه یې له نږدې واورېدل

ښاغلي حقاني ددغه ریاست له کارکوونکو سره د ناستې پرمهال په اخلاص، اطاعت، همغږۍ، روڼتیا، د کاري بهیر په چټکتیا، د شریعت پابندي او نورو اړینو اصلاحاتو په رامنځته کولو ټینکار وکړ

د پکتیا د مهاجرینو چارو رئیس مفتي حبیب الله شهیدزاده ښاغلي حقاني ته د ریاست د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د چټکتیا او روڼتیا په اړه یې ډاډ څرګند کړ

په پای کې د ریاست کارکوونکو خپلې ستونزې او مشکلات شریک کړل، چې د حقاني صیب له لورې د حل ډاډ ورکړل شو

 

Latest news

BACK TO NEWS