د مهاجرینو چارو وزارت او یوې موسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

anwari_morr
Sat, Dec 30 2023 1:08 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له شلتر نو انترنشنل موسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه لیک له مخې یاده موسسه ۴۳ زره او ۴۴۱ دالرخوست ولایت کې ۳۰  کورنیو ته د سرپنا له پاره د ودانیزو موادو د برابرښت په برخه کې لګوي.

یاد هوکړه لیک د مهاجرینو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د یادې موسسې د استازي له خوا لاسلیک شو.

 

Latest news

BACK TO NEWS