سرپرست وزیر د تخار ولایت له مسؤلانو سره ګډه ناسته وکړه.

anwari_morr
Sun, Dec 24 2023 8:44 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني د تخار ولایت له مرستیال والي سره یو ځای، له دولتي مسؤلینو او په یاد ولایت کې د مرستندیو بنسټونو له استازو سره ناسته وکړه.

سرپرست وزیر د تازه ارقامو، د اسانتیاوو رامنځته کولو او مهاجرینو ته د ترسره شوو خدمتونو د وضاحت غوښتنه وکړه.

هغه همدارنګه د مؤسسو له استازو، چارواکو او خیرغوښتونکو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

د تخار مرستیال والي له‌خوا ورته په دغه برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکول شو.

همدا راز سرپرست وزیرد یاد ولایت کړنې وارزولې او د دندو پر ښه ترسراوي، رښتینولۍ، خدمت کولو، یووالي او شرعي احکامو ته پر ژمنتیا یې ټینګار وکړ.

Latest news

BACK TO NEWS