د وزارت سرپرست وزیر د تخار ولایت له مرستیال والي سره ولیدل 

anwari_morr
Sat, Dec 23 2023 8:18 PM
-

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني د تخار ولایت له مرستیال والي مولوي خال محمد حقاني سره ولیدل.
ښاغلي حقاني یاد ولایت ته په سفر د دغه ولایت د نویو راستنېدونکو په اړه معلومات، د عالي کمیسون او دولسو کمېټو مسولیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې. 
 دغه راز ښاغلي وزیر د ژمي له رارسېدو مخکې په دغه ولایت کې له سوداګرو او مرستندویه ادارو څخه اړمنو کسانو ته د مرستو راټولولو  په اړه هم ټینګار وکړ.

 ښاغلی وزیر د یاد ولایت له مسولانو څخه وغوښتل چې د مهاجرینو اصلي ستونزې و پېژندني او په وخت یې له مرکز سره شریکې کړي، همدا راز نوموړي زیاته کړه چې پسرلي کې به په راستنېدونکو د کور جوړولو په موخه د ځمکو د وېش لړۍ هم پیل شي،
د تخار ولایت د مهاجرینو د ریس په وینا په دغه ولایت کې تر اوسه پورې دوه زره راستنېدونکې کورنۍ ثبت شوې دي.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

BACK TO NEWS