د وزارت مسلکي مرستيال غزني ولايت ته سفر وکړ

د مهاجرينو او راستنېدونکو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشداود لنډ مهاله استوګنې کمېټې رئيس د ليندۍ په ۱۲مه غزني ولايت ته سفر وکړ.
ښاغلي راشد د غزني ولايت له مسؤلينو سره لېدنه وکړه او له پاکستان څخه د اجباري راستنېدونکو د وضعيت ارزونه يې وکړه.
ده همداراز له اړونده مسؤلينو څخه غوښتنه وکړه، تر څو اجباري راستنېدونکو ته د مرستو رسول خپل لومړيتوب وګرځوي او دوي ته د رسېدنې په موخه همکارو ادارو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړې.
ښاغلي راشد همدارنګه ددې ولايت له امنيه قوماندان سره ناسته لرله، هغه له اړونده ادارو سره د اجباري راستنېدونکو د امنيت د ټېنګښت په اړه له خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.