په بلخ ولایت کې له ۲۶ جبري راستنېدونکو کورنیو سره مرسته وشوه
د بلخ ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د لړم په ۲۸مه له پاکستان څخه راستنېدونکو ۲۶ کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدي مرستو د وېش اعلان وکړ.
يادې شوې کورنۍ په دې وروستيو کې په موقتي کمپ کې پيژندل شوې وې او هرې کورنۍ ته د دغه ولايت د بېړنيو حالاتو د کمېټې له لوري يوه بوجۍ اوړه، يوه کمپله او درې زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.