حقاني د هرات زلزله ځپلو ته په خطاب کې: اسلامي امارت به تر هغه وخته له تاسو سره همکاري کوي چې ستاسې کورونه آباد او ژوند مو عادي حالت ته راشي
![-](/sites/default/files/2023-11/whatsapp_image_2023-11-11_at_2.42.34_pm.jpeg)
د مهاجرينو چارو وزارت سرپرست وزير الحاج خليل الرحمن حقاني دغه څرګندونې د هرات ولايت زنده جان ولسوالۍ کې له زلزله ځپلو سيمو څخه د ليدنې پر مهال د دغه پېښې له قربانيانو سره د خپرو پر مهال وکړې.
هغه، شهيدانو ته د مغفرت او زخميانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه وکړه.
ښاغلي حقاني يادو زخميانو ته ډاډ ورکړ، ويې ويل: چې اسلامي امارت به تر هغه وخته ستاسې ملاتړ ته دوام ورکړي، تر څو مو چې کورنه بيا روغول شوي نه وي او ژوند مو عادي حالت ته نه وي راګرځېدلی.
د زنده جان ولسوالۍ مشرانو د ښاغلي حقاني او د اسلامي امارت د بېړنيو اقدامات او خدمتونو ستاينه وکړه.