مسلکي مرستيال د جوزجان مرستیال والي سره ليدنه وکړه
د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د جوزجان ولایت مرستیال والي مولوي نورالدين عمير سره ليدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې، راستنېدونکو، داخلي بېځایه شوو او اړمنو ته يې دسروی، بشري مرستو وېش، او دخلکو اقتصادي ستونزو په هکله خبری و شوی.
مولوی راشد وویل چی د بنسټيزو پروژو پلي کول بايد اسلامي امارت د تګلارې سره سم وي، ترڅو مستحق خلک ترې ګټه پورته کړي.
د جوزجان ولایت مرستیال والي د مهاجرينو چارو وزارت د پلاوي څخه مننه وکړه، چې په دغه ولایت کې، راستنېدونکو، داخلي بېځایه شوو او اړمنو ستونزو ته يې پاملرنه وکړه.