د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال د ترکيې له سفير سره ليدنه وکړه

sadam_morr
Wed, Jan 18 2023 3:40 PM
----------

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په کابل کې د ترکيې سفير ښاغلي جهاد ارګين آی سره ليدنه وکړه او په ترکيې کې يې د افغان مهاجر پر وضعيت خبرې وکړې.

په دغه ليدنه کې چې  د مرغومي په (۲۸) مه نېټه ترسره شوه، ښاغلي راشد ټينګار وکړ، چې په ترکيې کې بايد افغان مهاجرين ونه ځورل شي، دوی ته د  سفر  استوګنې  قانوني زمينه برابره شي، چې په دې سره به د غير قانوني مهاجرت  مخه راکمه شي،چې دا د دواړو هېوادونو د اړېکو په ښه  کېدو کې اغزمن ثابتېدای شي.

هغه د ترکيې هېواد څخه غوښتنه وکړه، چې هغو بېځايه شوو سره چې په سږني ژمي کې د سړې هوا له امله زيانمن شوي، لا زياتې مرستې ترسره کړي.

د ترکيې سفير يادونه وکړه، چې د هغو کسانو لپاره کومه ستونزه نه شته، چې په قانوني توګه ترکيې ته ځي،خو  تر ټولو ډېرې ستونزې او ننګونې د هغو کسانو لپاره شته چې غواړي په غير قانوني توګه ترکيې ته لاړ شي.

هغه وويل، راتلونکې اونۍ به د دغه هېواد د بشري مرستو (۶۰۰) ټنه محموله مواد افغانستان ته را ورسېږي، چې د مهاجرينو چارو وزارت او ترکيې د سرې مياشتې په همکارۍ به پر اړمنو او مستحقو کورنيو ووېشل شي او دا مرستې به په راتلونکې کې لانورې هم زياتې شي.

Latest news

BACK TO NEWS