د مهاجرینو چارو وزارت کې د امیر المومنین د شپږمې ګڼې فرمان د پلي کېدو په موخه ناسته وشوه

sadam_morr
Sun, Nov 20 2022 1:55 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ اوسېدونکوته د (١٥٠) جریبه ځمکې د وېش په اړه د امیر المومنین د شپږمې ګڼې فرمان د پلي کېدو په موخه د لړم په (٢٩) مه ناسته وشوه.

دغه ناسته د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د د کرنې، کورنیو چارو، ښارجوړونې وزارت او د ښاروالۍ د عمومي ریاست د استازو په ګډون تر سره شوه، چې پکې د یاد فرمان د پلي کېدو د څرنګوالي په اړه خبرې وشوې.

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ،چې د هرڅه له مخه دې  د یاد فرمان د پلي کېدو پلان په دقیق ډول ترتیب او د مهاجر سیمې اوسېدونکو ته دې  د نمرو د وېش په اړه عملي کار پيل شي.
هغه همدارنګه وویل، چې د مهاجرینو چارو وزارت د یو شمېر ادارو سره په ګډه هڅه کوي، چې  د راستنېدونکو، بېځايه شوو او اړمنو کورنیو د سرپناه او بشري مرستو په برخه کې شته ستونزې حل کړي.

Latest news

BACK TO NEWS