مهاجرينو وزارت کې د (UNHCR) (PPA) پروژې موخې او تطبيقي پلان د يوې ناستې په ترڅ کې تشريح شو

sadam_morr
Sun, Sep 04 2022 9:33 AM
sadam anwari
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) د (PPA) پروژې د لا ښه پلي کېدو او همغږې کېدو په موخه د وږي په (۱۲) مه د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ ناسته وشوه.
دغه ناسته ، چې د يوشمېر مرکزي رئيسانو او کار کوونکو په شتون کې ترسره شوه، د دغه وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) (PPA) پروژې پر خپل وخت په لاښه پلي کېدو او همغږي کېدو ټينګار وکړ ويې ويل: (( لازمه ده چې (UNHCR) سره په هوکړې او همغږۍ فعاليتونه ترسره شي، ترڅو هغه څه چې په دوه اړخيزه هوکړه ليک کې شامل دي په ټاکل وخت په ښه توګه پلي شي او راستنېدونکو او مستحقو کورنيو ته خدمات وړاندې شي.
وروسته د پلان او پالېسۍ رئيس محمود الحق احدي د (PPA) پروژې په موخه او ميکانيزم او د (PPA) پروژې ارشد مدير انجينر محمد اجمل د يادې پروژې تطبيقي پلان د ناستې ګډوانوالو ته تشريح کړ او د وزارت د بېلابېلو برخو د دندو او مکلفيتونو په اړه يې معلومات وړاندې کړل.
ناسته د ګډونوالو د سوالونو په ځوابولو سره پای ته ورسېده.

Latest news

BACK TO NEWS