کابل کې له زرګونو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
Thu, Apr 07 2022 2:14 PM
_______
د چين هيواد د سفارت استازي له لوري د کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ وروسته له سروې نه(3100) اړمنو بېځایه شوو او مستحقو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
یادو کورنیو ته د وري په (١٨) مه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي او د چين هيواد، د سفارت استازي په شتون کې مرسته ورکړل شوه.
الحاج محمد ارسلاح خروټي د چين هيواد څخه مننه وکړه، د مرستو د وېش په روڼتیا يې ټینګار وکړ او ویې ویل; اوس وخت را رسېدلی چې دنړۍ هېوادونه د افغانستان د خلکو سره مرستې او همکارۍ وکړي او د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د یو مسؤلې ادارې په توګه هڅه کوي، چې د نړیوالو مرستندویه ادارو سره په ګډه همغږۍ بې سرپرستو، اړمنو او مستحقو کورنیو سره لا زیاتې مرستې ترسره کړي.
وروسته له دې د چين هيواد د سفارت استازي وينا وکړه او يادونه وکړه چې په ټول افغانستان کې له دوه سوه زرو کورنيو سره مرستې لړۍ به سر له نن نه پيل شي او مستحقو کورنيو ته به وويشل شي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS