د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مرستيال او سرپرست ؛ بشري مرستې به په شفاف او راڼه ډول ووېشل شي

sadam_morr
Sat, Oct 30 2021 2:19 PM
______________

دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او داري مرستيال او سرپرست محمد ارسلاح خان خروټي د ډنماک دکډوالو ادارې (DRC) سيمه ييز رییس ښاغلي مايکل رندوف ترولي سره په ليدنه کې وويل: د اداري فساد موضوع اوس په بشپړه توګه له منځه تللې او بشري مرستې په شفاف او راڼه ډول وېشل کېږي.

په دغه ناسته کې چې دلړم په ٨مه په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې ترسره شوه، د دواړو ادارو ترمېنځ اړمنو او بېوزلو کورنيو ته د مرستو پر وېش خبرې وشوې.

مالي او اداري مرستيال دبشري مرستو د وېش او د مرستندويه ادارو د کارکوونکو د امنيت د ټينګښت په اړه ډاډ ورکړ ويې ويل: د نړيوالو مرستندويه ادارو څخه زموږ غوښتنه داده، چې دافغانستان خلکو سره د بشري مرستو د حل په برخه کې همکاري وکړي.

نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې د وزارت د پرېکړې له مخې، هغه مېرمنې چې په موسسو کې پردندو ګمارل شوي دي کولای شي د شرايطو په رڼا کې خپلو دندو ته دوام ورکړي.

د ډنمارک د کډوالو ادارې (DRC) سيمه ييز رئيس د خپلې ادارې د فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او اړمنو کورنيو ته د بشري مرستو د وېش لپاره يې د خپل چمتو والي خبر ورکړ.

Latest news

BACK TO NEWS