مالي او اداري مرستیال؛ داخلي بېځایه شوي دملي دسترخوان دمرستو د ټولنې یو مستحق قشر دی

sadam_morr
Wed, May 12 2021 8:09 AM
__________

دکډوالواو راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ولي الله جلال د دوشنبې په ورځ دغویي په ٢٠مه دملي دسترخوان دښاري برنامو عمومي رييس نجیب امري سره په خبروکې دملي دسترخوان په برنامې ټیګارګار وکړچې داخلي بېځایه شوي باید ددې برنامې دپوښښ لاندې ونیول شي.

په دغه ناسته کې چې په کډوالو وزارت کې ترسره شوه ،دواړولوریو دملي دسترخوان برنامو په شاملېدوکې دهرات ولایت د داخلي بېځایه شوو په څرنګوالي خبرې وکړې.

مالي او اداري مرستیال وويل: کډوالو اوراستنېدونکو چارو وزارت دهرات ولایت او د داخلي بېځایه شوو په نورو سیمو کې

دشمېرو په شریکولو، داوسېدونکو دمعلوماتو او دیادې برنامې دمیکانیزم مطابق دملي دسترخوان دبرنامې په پلي کولوکې هر اړهیزه همکاري او همغږي وکړي.

دملي دسترخوان عمومي ژمنه وکړه چې تمه ده په نږدې راتلونکي کې دغه برنامه په قندهار او بادغیس ولایت کې بېځایه شوو کونیو ته هم پلي شي

Latest news

BACK TO NEWS