د دره نور ولسوالۍ يوشمېر خلکو د کډوالو وزارت د پالېسۍ او پروګرامونو دپلي کېدو معين سره وليدل

anwari_morr
Tue, Apr 06 2021 9:50 PM
____________

د ننګرهار ولايت د دره نور ولسوالۍ يوشمېر سپين ګيرو، مشرانو او ځوانانو د وري په ۱۷مه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پالېسۍ او پروګرامونو د پلي کېدو معين شېر علم امله وال سره ليدنه وکړه، استاد ته يې د نوې دندې مبارکي ورکړه او د ولسمشر څخه يې په حکومتي ادارو کې د علمي او مسلکي کادرونو دګمارلو له امله مننه وکړه.

په ورته وخت کې دننګرهار مدني فعالانو او ځوانانو د ښاغلي امله وال سره په يوې بلې ناسته کې د حکومت څخه مننه وکړه چې په دولتي ادارو کې يې علمي کادرونو ته ځای ورکړ او له اوسني نظام څخه يې خپله همکاري او ملاتړ اعلان کړ.

Latest news

BACK TO NEWS