د پناه غوښتونکو مرستيال:« د بيا يوځای کېدو پلانونه بايد دوامداره وي

anwari_morr
Sat, Dec 12 2020 1:28 PM
__________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ د کډوالووزارت او د کډوالۍ نړيوال سازمان په ګډې برنامه کې، چې  په  افغانستان کې د بيا يوځای کېدو  او پرمختيايي مرستو د پايلو ارزولو لپاره جوړه شوې وه ګډون وکړ او د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د بيايوځای کېدو په برخه کې د افغانستان له حکومت سره د اروپايي ټولنې د همکاريو د دوام غوښتنه وکړه او د پلانونو پر دوام يې ټينګار وکړ.

 

ښاغلي کاکړ په افغانستان کې دبېځايه شوو او راستنېدونکو حقونو ته د رسېدو او د څوکلنو مرستو له امله له  اروپايي ټولنې څخه مننه وکړه ويې ويل: (( چې په افغانستان کې اوسني وضعيت ته په پام سره دې مسلې ته د رسېدو لپاره ګډو پروګرامونوته اړتيا ده.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS