د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير د(Zoom) برنامې له لارې د چين دخلکو دملي ورځې په لمانځلوکې برخه واخيسته

anwari_morr
Sun, Sep 27 2020 2:09 PM
123

د کډوالو او راستنېدونکو چارو  وزارت سرپرست او نوماند وزير نور رحمن اخلاقي  د ويډيو کنفرانس له لارې د چين دخلکو دملي ورځې په لمانځلو کې برخه واخيسته.

په کابل کې د چين دخلکو سفارت دخپل هېواد ملي ورځ  د ويډيوکنفرانس له لارې د ولسمشر د لومړي مرستيال، دکابينې د غړو، پخواني ولسمشر، سياسي او جهادي مشرانو، د دوست هېوادونو سفيرانو او د نړيوالو بنسټونو د استازو په شتون کې ولمانځله.

د ولسمشر لومړي مرستيال امرصالح، پخواني ولسمشر حامد کرزي او يوشمېر نورو حکومتي چارواکو او د نړيوالو بنسټونو استازو د چين خلکو ته ددغې ورځې مبارکي وويله.

د چين دخلکو ملي ورځ  دچين سفارت له خوا په داسې حال کې انلاين لمانځل کېږي، چې لا هم په هېواد او سيمه کې  د کرونا د لازياتو څپو او ويروس خپرېدو خطر شتون لري.

 

Latest news

BACK TO NEWS