د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د لوګر له والي قاري صلاح الدین ایوبي سره وکتل
ښاغلي ایوبي په دغې ناسته کې، چې د لوګر د کډوالو چارو رییس هم ور سره مل و، په یاد ولایت کې د راستنو شویو د وضعیت او شویو مرستو په اړه معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه، چې تر دې دمه په لوګر کې له راستنو شویو سره د اسلامي امارت او ځينو اړوندو موسسو لخوا د لومړنیو توکو او خدماتو مرستې شوې دي.
ښاغلي صلاح الدین ایوبي په لوګر کې د راستنو شویو د ستونزو د دایمي حل په برخه کې ځانګړي شوي ښارګوټي مهم وبلل او زیاته یې کړه، چې په لوګر کې د زرګونو راستنو شویو کورنیو د دایمي سرپناه په موخه څو ښارګوټي په پام کې دي او تمه ده، چې ژر به یې لومړۍ چارې بشپړې شي.
ښاغلي والي په یاد ولایت کې د راستنو شویو اړوند د ځینو وړاندیزونو شریکولو پر مهال د کډوالو د ښارګوټو د پاتې چارو د چټکتیا وړاندیز هم وکړ.
محترم مولوي عبدالکبیر د لوګر والي او د کډوالو چارو رییس ته ښه راغلاست وویل او د راستنو شویو هېوادوالو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې یې د هغوی هڅې وستایلې.
محترم وزیر راستنو شویو ته د لاډېرو مرستو د رسولو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د خپلو اړوندو ادارو له لارې د راستنو شویو او بېځایه شویو ستونزو ته د رسېدنې هڅې کوي.
د ناستې په پای کې شوي وړاندیزونه مهم یاد شول او محترم مولوی عبدالکبیر څرګنده کړه، چې له اړوندو اداره سره به د کډوالو د ښارګوټو د چارو په اړه همغږي وشي.
