د مهاجرینو چارو وزارت له همکارو موسسو سره نږدې د یو میلیون امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

anwari_morr
Mon, Apr 13 2026 12:42 PM
_

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت راستنو شویو او بېځایه شویو ته په هېواد کې د زده‌کړو او کاري زمینې برابرولو په موخه، له سازمان خدمات مهاجرین، بشري صلح سازان افغان او سازمان شرکای بین المللي جهاني موسسو سره د ۹۷۷ زره او ۴۵۶ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.
دغه پیسې به په هرات او کندوز کې ۲۱۰ راستنو شویو کورنیو، ۲ زره ۹۴۳تنو بېځایه شویو او کوربه ټولنو ته د مسلکي زده‌کړو او کاري زمینې برابرولو په برخو کې مصرف شي.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکارو موسسو په همکارۍ د پرلپسې هوکړه‌لیکونو په اډانه کې او له دویمو واحدونو سره په بشپړه همغږۍ د راستنو شویو او بېځایه شویو ځوانانو د پیاوړتیا په موخه د هغوی د مسلکي مهارتونو لوړولو له لارې کاري زمینې برابروي.

Latest news

BACK TO NEWS