په مهاجرینو چارو وزارت کې تر یو میلیون زیاتو امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

anwari_morr
Wed, Apr 08 2026 9:23 AM
--

د ګډو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د هیات ناروی برای مهاجرین نړۍوالې موسسې تر منځ د یو میلیون ۵۲۳ زره او ۵۹۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
یاده موسسه به دغه پیسې په کابل، هرات، ننګرهار، کندهار، کندوز او بادغیس ولایتونو کې ۳ زره ۹۷ کورنیو ته د نغدي مرستو او د سرپناوو نیمه او بشپړ رغولو په برخو کې مصرفوي.
اسلامي امارت او د مهاجرینو چارو وزارت په ټولنه کې د کډوالو او راستنېدونکو لپاره د متقابلې همکارۍ او مثبتو لاسته راوړنو پر ارزښت ټينګار کوي. 

Latest news

BACK TO NEWS