د مهاجرینو وزارت معین په کاري چاپېریال کې له حسد او کینې څخه پر لریوالي ټینګار وکړ

anwari_morr
Sun, Apr 05 2026 2:51 PM

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین محترم شیخ کلیم الرحمن فاني په کاري فضا کې له حسد او کینې پر لریوالي، همدردۍ او د همکارۍ روحیې پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
ښاغلي فاني د ماسپښین تر لمانځه وروسته د وزارت په مسجد کې د دغه وزارت کارکوونکو ته مهم ټکي بیان کړل، کینه او حسد یې په کاري چاپېریال کې له منفي لاملونو وبلل او ویې ویل: حسد او کینه په یوه اداره کې باور، یووالی او پرمختګ له منځه وړي او یوه اداره هغه وخت بریا تر لاسه کولای شي، چې د کارکوونکو نیتونه یې پاک، رښتیني او له حسد او کینې پرته خلکو ته خدمت وکړي.
نوموړي د وزارت له کارکوونکو وغوښتل، چې په کاري چاپېریال کې د ورورولۍ روحیه پیاوړې، متقابل درناوی او د همکارۍ فضا رامنځته کړي.

Latest news

BACK TO NEWS