په مهاجرینو وزارت کې د همکارۍ دوه هوکړهلیکونه لاسلیک شول
په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له هماهنګي کمک های بشري او خدمات اجتماعي زنان افغانستان موسسو سره د ۵۱۵ زره ۷۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړهلیکونو له مخې به یادې پیسې په تورخم فرضي کرښه کې د خدمتونو وړاندې کولو او په ننګرهار، بادغیس، هرات او فراه ولایتونو کې د کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې په لګښت رسوي، چې ۸۶۸ زره او ۶۸۸ تنه بېځایه شوي، راستانه شوي او کوربه ټولنو وګړي به ترې ګټه پورته کړي.
