په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

sadam_morr
Thu, Dec 11 2025 11:05 AM
_

په مهاجرینو چارو وزارت کې له خدمات اجتماعي زنان افغانستان موسسې سره د ۱۰۸ زرو او ۷۲۹ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاده موسسه به، د هوکړې له مخې، دغه پیسې په هرات کې یو زرو او ۳۴۰ تنو راستانه شویو، بېځایه شویو او کوربه ټولنې ته د قضیو مدیریت، مشورې ورکولو او د خدمتونو راجع کولو په برخه کې لګوي.

Latest news

BACK TO NEWS