د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ښار او کور جوړولو وزارت د معین ښاغلي شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د اهل تشیع له څو تنو علمای کرامو او قومي مخورو سره وکتل.

anwari_morr
Wed, Sep 10 2025 11:13 AM
_
 
راغلو علماوو او مخورو د اسلامي امارت لخوا د ورسره شوې همکارۍ له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې پر وخت د راستنېدونکو او زلزله ځپلو لاس نیوی د ولس د خوښۍ سبب شوی دی.
حاضرو قومي مخورو او علمای کرامو د اختلافاتو په حل کې د اسلامي امارت له پالیسۍ هر کلی وکړ او حکومت ته یې د خپلو وړاندېزونو په لړ کې، راستنو شوو ته د یوه ځانګړی ښارګوټی غوښتنه وکړه.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلو مشرانو او علماوو ته ښه راغلاست وویل او له اسلامي نظام سره د اهل تشیع وکړو همکاري یې وستایله.
محترم وزیر وویل، چې اسلامي امارت د ټولنې اړتیاوو ته پام لري او د راستنېدونکو په ګډون د ټولو اړمنو غوښتنو ته به رسیدنه وشي.
محترم مولوي عبدالکبیر شوو وړاندېزونو ته په اشارې سره وویل، چې د حل په موخه به یې اقدام وشي او اړونده ادارې به همغږي کړي.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS