پکتیا: د راستنو شویو مهاجرینو لپاره د "دارالقرار" په نوم د ۱۰۰ کورونو جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

sadam_morr
Wed, May 07 2025 2:32 PM
-
د قطر سرې میاشتې په ملاتړ او د یو شمېر قطري میرمنو په مالي مرسته، د پکتیا ولایت مرکز ګردېز، رباط د مهاجرینو ښارګوټي کې د راستنیدونکو مهاجرینو لپاره د "دارالقرار" په نوم د ۱۰۰ بابه کورونو، مسجد، مدرسه، ښوونځي او تفریحي پارک جوړولو پروژه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانستل شوه.
په دغو مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبد السلام حنفي، د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال شیخ کلیم الرحمان فاني، د اسلامي امارت نورو لوړپوړو چارواکو، د قطر سرې میاشتې استازو، د پکتیا ولایتي مسوولینو او یو شمېر ځايي مشرانو او اوسېدونکو ګډون درلود.
په یاده غونډه کې ویناوالو د دې پروژې پر اهمیت ټینګار وکړ او دا یې د مهاجرینو د پایداره ادغام لپاره یو مثبت اقدام وباله
په ناسته کې مولوي ذاکرالله ذاکر د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو د وزیر محترم مولوي عبدالکبیر پیغام ولوست، نوموړي د قطر هېواد له خلکو او حکومت مننه وکړه او له ټولو خیریه بنسټونو یې وغوښتل، چې د راستنو شویو مهاجرینو د ستونزو بنسټیز حل لپاره د ښارګوټو په ودانولو کې ونډه واخلي ښاغلي ذاکر ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی او دا چې د مهاجرت موضوع بشري ده نو له سیاست سره باید ونه تړل شي
د مهاجرینو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمان فاني په خپلو خبرو کې له مهاجرینو سره ناوړه چلند د د ټولو اسلامي او انساني اصولو خلاف وباله او له ولسونو یې وغوښتل چې هرڅوک دې د خپل توان مطابق د راستنو شویو مهاجرینو لاسنیوی وکړي
د یادونې وړ ده چې دا کورونه به له اساسي اړتیاوو لکه پخلنځي، اوبو، او تشنابونو سره مجهز وي، څو تازه راتسنې شوې کورنۍ وکولای شي د یوه عزتمند ژوند پیل وکړي

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

BACK TO NEWS