د کډوالو چارو وزارت د داخلي بې‌ځایه شوو وضعیت ته د رسیدنې رییس د بې‌ځایه شوو کورنيو استازو سره ولیدل

sadam_morr
Tue, Apr 22 2025 8:02 PM
-

د غوایي میاشتې په ۲ مه نیټه د کابل ښار د پنځمې ناحيې اړوند د قمبر څلور لاري په کمپ کې مېشت د داخلي بې‌ځایه شوو کورنيو یو شمېر استازو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د داخلي بې‌ځایه شوو وضعیت ته د رسیدنې رییس مولوي سردار شیرزاد سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې هغوی غوښتنه وکړه، چې د دوی د یاد کمپ څخه خپلو اصلي سیمو ته د لېږد زمینه برابره شي.
ښاغلي شیرزاد په دې اړه هغوی ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: د داخلي بې‌ځایه شوي کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته د لېږد په موخه وړاندیز ترتیب شوی او د منظورۍ وروسته به د ملي او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ به خپلو اصلي مېنو ته به یې ستنې کړو.  هغه د دې وزارت د موخو د تحقق او بې‌ځایه شوو کسانو خپلو اصلي سیمو ته د لېږد په برخه کې د لا زیاتو هڅو ژمنه وکړه.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS