د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د بریتانیا له شارژدافیر ښاغلي رابرټ ډيکسن سره ولیدل

sadam_morr
Fri, Apr 11 2025 11:35 PM
_

په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغان کډوالو د وضعیت، بشري مرستو او د اسلامي امارت او نړیوالو ترمنځ د همکاریو پر پراخېدو بحث او خبرې وکړې.
ښاغلي ډيکسن د دې ناستې پر مهال خوښي څرګنده کړه، چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان په تړاو یو پروپوزل جوړ شوی، چې ټاکل شوې ده راتلونکې کې د اسلامي امارت له مسؤولینو سره شریک شي.
نوموړي وویل، په دې پروپوزل کې له افغانستان سره د اړیکو ټینګښت، د امنیت تامین او نور مثبت ټکي شامل دي، او بریتانیا د دې سند په جوړولو کې مهم رول ادا کړی
هغه زیاته کړه چې بریتانیا د افغانانو د ملاتړ او له افغانستان سره د دوامدارو اړیکو لپاره ژمنه ده او هڅه کوي چې افغانستان یو ځل بیا د ملګرو ملتونو سازمان د اجنډا په سر کې ځای ومومي.
ښاغلي ډيکسن دا هم وویل، چې نړۍ له بشري بدلونونو سره مخ ده او له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو څپه یو مهم بشري مسوولیت دی، چې باید د همغږۍ له لارې ورته حل‌لار وموندل شي. نوموړي څرګنده کړه چې بریتانیا د خپلو بشري مرستو په برخه کې ۷.۵ میلیونه پونډه زیاتوالی راوستی، څو د افغان کډوالو ملاتړ لا پراخ شي.
هغه همدا راز ټینګار وکړ، چې د افغانستان ګاونډیان باید کډوال په باعزته ډول د معیاري بهیر له لارې بېرته هېواد ته راستانه کړي.
د ناستې پر دوام، محترم مولوي عبدالکبیر د بریتانیا له مرستو مننه وکړه او هیله یې وښوده، چې نړیواله ټولنه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو په برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي.
مولوي عبدالکبیر وویل، چې اسلامي امارت د اقتصاد محوره پالیسۍ پر بنسټ له اروپايي هېوادونو، په ځانګړې توګه له بریتانیا سره د مثبتو اړیکو پراختیا ته ژمن دی، او هڅه کوي چې له هر ډول سوء تفاهماتو مخنیوی وشي.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت له درې نیمو کلونو راهیسې د کورنیو بنسټونو د پیاوړتیا ترڅنګ له نړۍ سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخېدو لپاره کار کوي، او هڅه کوي افغانستان د سیمې د ترانزیټ مهم مرکز وګرځوي. نوموړي دا هم وویل چې د اسلامي امارت بهرنی سیاست پر اقتصاد متمرکز دی، څو د سوداګرۍ، پانګونې او ثبات له لارې سیمه‌ایز پرمختګ تضمین شي.

محترم مولوي عبدالکبیر د پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو پر وړاندې د ناسم چلند په اړه ژوره اندېښنه وښوده. هغه وویل چې له افغان کډوالو سره  د اسلامي او انساني ارزښتونو، د مهاجرت اصولو او نړیوالو بشري قوانینو خلاف تعامل ترسره کیږي.
هغه څرګنده کړه، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو کډوالو د سم مدیریت لپاره چمتووالی نیولی او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې ۴۶ ښارګوټي تخصیص کړي، او تمه ده چې د بېړنیو او اساسي مرستو په وړاندې کولو به نور کډوال هم داوطلبانه راستنېدو لپاره وهڅول شي.
مولوي عبدالکبیر له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د دغو ښارګوټو په فعالولو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي، او له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د مخنیوي لپاره خپل اغېزناک رول ولوبوي.
په پای کې، محترم مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت په ټول قوت سره د راستنېدونکو کډوالو د مدیریت، ځای پرځای کولو او د هغوی د حقوقو د خوندیتوب لپاره ژمن دی.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

BACK TO NEWS