مهاجرینو چارو وزارت کې د کړنو د ارزونې پروسې لارښوونیز او ښوونیز پروګرام جوړ شو

sadam_morr
Sun, Mar 02 2025 1:48 PM
_
په مهاجرینو چارو وزارت کې د چارو ادارې عمومي ریاست د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو ادارې په همکارۍ د دغه وزارت مرکزي رییسانو او خپلواکو آمرینو ته د کړنو د ارزونې پروسې یو ورځنی لارښوونیز او ښوونیز پروګرام جوړ شو.
په پیل کې د مهاجرینو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني د ارزونې په اړه د اسلام سپېڅلي دین او نبوي ارشاداتو په رڼا کې خبرې وکړې او ویې ویل:
ارزونه د اسلام مبارک دین له نظره ډېره ارزښتناکه ده او ځانګړی ځای لري، ښې پایلې راوړي او د یوې کړنلارې لپاره ترسره کېږي.
هغه وویل: که ارزونه نه وي، هر څوک به خپلې کړنې ترسره کوي او خپلې تېروتنې به نه درک کوي، کارکونکی چې وارزول شي درنښت یې زیاتېږي او د خپل رییس مسولیت یې ترسره کېږي.
ورپسې د وزارت د کارکوونکو چارو رییس سید مطیع الله خلوتي د نننۍ ورځې د پروګرام پر ارزښت او موخو خبرې وکړې او زیاته یې کړه:
د کړنو ارزونه د یو کارکوونکي د خپل کلني پلان برابر د ده د یو کال کړنو او وړتیا پېژندنه ده.
ارزونه له موخې سره سم د کړنلارې سنجش ده. په ارزونه کې د یو مامور د کړنو کمی او کاستی په ډاګه کېږي او د مسولیت منلو او ځواب ویلو په کچه ارتقا رامنځته کېږي.
په همدې ډول د چارو ادارې عمومي ریاست د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو ادارې د حقوقي او پالیسي چارو مرستیال مولوي عزت الله امان هم د دغې موضوع په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د کړنو ارزونه په اداره کې یو اصل دی، د کړنو ارزونه د دې لپاره کېږي، چې د یوې برخې مسول ته کمزورۍ څرګندې شي او په اداره کې ورسره ښه والی رامنځته کېږي.
ښاغلي امان د خبرو په دوام وویل: کارکوونکی چې مسلکي نه وي، خپل کمزوري او پېاوړي ټکي نه پېژني، د کړنو په ارزونه کې د مسولیت منښت او په کار کې روڼتیا رامنځته کېږي، چې د راڼه کار پایله عدالت او په عدالت کې د خلکو خوښه شامله ده او په پایله کې یې د کار ښه والی رامنځته کېږي او پر دولت د خلکو باور ورسره زیاتېږي.
ورپسې د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو ادارې کارپوهانو د چمتو شوي پریزینټشن په وړاندې کولو د ارزونې د ډولونو، د کړنو د ارزونې د اسنادو، مکلفیتونو او مسولیتونو په اړه د پروګرام ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS