د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له هاجر او افغان تعلیمي او خیریه موسسو سره د یو میلیون ۵ زره او ۸۶۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د دې هوکړه لیکونو پر بنسټ به دغه موسسې پورتنۍ پیسې په کابل او پکتیا ولایتونو کې د کور، جومات او تفریحي پارک په جوړولو او د کار په بدل کې د پیسو وېش په برخو کې ولګوي، چې ۲ زره او ۳۰۵ راستانه شوي او کوربه ټولنه به ترې ګټه واخلي.
دغه هوکړه لیکونه د مهاجرینو چارو وزارت د مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد او د پورته موسسو د استازو له لوري لاسلیک شول.