د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزېر محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جامعه الایمان مدرسې د دستار بندې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دې غونډه کې د کابینې یو شمېر نورو غړو، حکومتي مسوولینو، علمای کرامو او ګڼ شمېر عامو خلکو ګډون کړی وو.
محترم مولوي عبدالکبیر فاضلانو ته د فراغت مبارکي وویله او د زده کړو په برخه کې یې د جامعه الایمان مدرسې د مسوولینو د هڅو په ستایلو سره وویل، چې افغانستان د اسلامي امارت له بریا وروسته د نورو برخو په شان، په علمي برخه کې هم ښه روان دی او دا مهال په دیني برخه کې ان تر تخصصي دورې پورې مرکزونه فعالیت کوي.
محترم وزېر په هېواد کې د زده کړو پر ودې په ټېنګار سره زیاته کړه، چې پوهنتون او مدرسه ګډې موخې لري او اسلامي امارت د ټولو علمي او ښوونیزو بنسټونو ودې ته ژمن دی.
نوموړي څرګنده کړه، څرنګه چې اسلامي نظام د قومونو په ګډه قربانۍ رامنځته شوي همدارنګه اسلامي امارت خپلو موخو ته د رسیدو لپاره د ولس ملاتړ له ځان سره لري.
محترم وزېر د خبرو په پای کې فارغ شوي فاضلان په علمي ډګر کې لاډېرو هڅو ته وهڅول.