د مهاجرینو چارو وزارت اداري ناسته وشوه

sadam_morr
Sun, Dec 29 2024 3:10 PM
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت اونیزه اداري ناسته د وزارت د مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني په مشرۍ ترسره شوه.
ناسته د الله تعالی د کلام په څو مبارکو ایتونو پیل شوه او د تېرې ناستې د لارښوونو او پرېکړو په تعقیب د وزارت د مرکزي واحدونو او نورو موضوعاتو په اړه څرګندونې وشوې.
ښاغلي فاني مسولانو ته په ورځنیو چارو کې پر چټکتیا او غوره والي تينګار وکړ او اړینې لارښوونې یې ورته وکړې.

Latest news

BACK TO NEWS