د مهاجرینو چارو مسلکي معین په خپل سفر کې د زابل ولایت د مهاجرینو امریت څخه لیدنه وکړه

sadam_morr
Sun, Nov 24 2024 10:57 AM
_
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو مسلکي معین په خپل سفر کې زابل ولایت ته لاړ او د زابل ولایت د مهاجرینو چارو امریت څخه یې لیدنه وکړه.
ښاغلي راشد په دې لیدنه کې د دغه امریت له کارکوونکو سره ولیدل او د بې ځایه شویو او راستنېدونکو ته د خدمتونو ترسراوی یې خپل کاري لومړیتوب وباله. نوموړي همدا راز د شریعت د اصولو او قواعدو پر پابندۍ، په دندو کې پر اخلاص او روڼتیا او پر نیک چلند ټینګار وکړ.
د زابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو امریت کارکوونکو د مهاجرینو چارو مسلکي معین ته ښه راغلاست ووایه او د دغې ادارې د کارونو په اړه یې له ښاغلي معین سره معلومات شریک کړل.
همدا ډول یادو کارکوونکو ښاغلي معین صیب ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو او د چارو د ښه والي په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS