د مهاجرینو چارو وزارت اداري ناسته وشوه

sadam_morr
Mon, Oct 21 2024 1:28 PM
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مالي او اداري مرستیال ښاغلي شیخ کلیم الرحمن فاني په مشرۍ او د رییسانو او مسولانو په ګډون د وزارت اونیزه اداري ناسته وشوه.
ناسته قران کریم په څو مبارکو ایتونو پیل شوه او د تېرې ناستې د پرېکړو په تعقیب د افغاني سرې میاشتې په ځانګړې اونۍ کې د مرستې غوښتنو، د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو چارو آمریت اړوندو کورونو، په تورخم کې د عمري مېشتغالي د کارکوونکو د تشکیل او د دایمي حللارو د موندنې کاري ټیم د کاري لایحې په اړه خبرې وشوې.
د وزارت مالي او اداري مرستیال د ناستې ګډونوالو ته اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او مسولینو ته یې پر دقیقو، اغېزناکو او ګړندیو کړنو ټینګار وکړ.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS