د وزارت مسلکي مرستیال د سرپل والي سره ولیدل

د وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د سرپل ولایت والي ظریف مظفري سره ولیدل.
مسلکي مرستیال د مهاجرینو ستونزې ښاغلي مظفري سره شریکې کړې او ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو آمریت سره د همغږۍ او همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
د سرپل والي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مشرتابه د کړنو ستاینه یې وکړه او د دغه ولایت له مهاجرینو چارو آمریت سره د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.