د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال د خپل سفر په لړ کې بدخشان ته لاړ

sadam_morr
Wed, Sep 04 2024 11:01 AM
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د خپل سفر په لړ بدخشان ته لاړ او د دغه ولایت له والي قاري محمد ایوب خالد یې سره وکتل.
په دې کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د خدمتونو د وړاندې کولو، په دغه ولايت کې د مهاجرينو د راستنېدنې د بهير او دوى ته د خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي راشد مهاجرینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د هغوی هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ، چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ به د ستونزو د حل په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS