د وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې کورس پرانیستغونډه وشوه

sadam_morr
Wed, Apr 24 2024 12:01 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د ادارې او مدیریت د کورس پرانیست غونډه نن د غوایي په ۵ د وزارت د غونډو په تالار کې د وزارت د یو شمېر رییسانو، آمرینو او کارکوونکو په شتون کې تر سره شوه.
غونډه د قاري صاحب محمد اعظم طارق له لوري د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوتولو پیل شوه او په پیل کې د وزارت د بشري سرچینو رییس مفتي مدیرګل احمدي د دغه جوړ شوي کورس په اړه د غونډې ګډونوالو ته خپل معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي احمدي وویل: د وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه مو دا ځل د ادارې او مدیریت په برخه کې کورس جوړ کړی، چې له نیکمرغه نن یې د پرانیستغونډې ګډونوال یو.
هغه وویل: د ادارې او مدیریت دا کورس د ښه باتجربه او ماهر استاد په لرلو سره د وزارت د ۸۸ کارکوونکو لپاره جوړ شوی، چې د لومړنۍ او منځنۍ کچې په دوو ګروپونو او څلورو ټولګیو وېشل شوی، په اونۍ کې به درې ورځې وړاندې کېږي او درې میاشتې به دوام کوي.
په غونډه کې د وزارت د بېځایه شویو وضعیت ته د رسېدنې، د اطلاعاتو او عامه اړیکو او د راستنېدنې او بیا مېشتېدنې ریاستونو رییسانو هم د موضوع په اړه خپلې ویناوې له ګډونوالو سره شریکې کړې.
غونډه د خیر او برکت په دعا پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS