حقاني: د ميليونونو مهاجرو او بېځايه شوو مسؤليت ددې وزارت پر اوږو دی او بايد د چارو په پلي کولو کې جدي او رښتيني اوسئ
د مهاجرينو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني نن ورځ د ماسپښين د لمانځه له ادا کولو وروسته د تلې په ۲مه د ياد وزارت منسوبينو ته وويل، غوره انسان هغه دی، چې د هغه د ژبې او لاس څخه بل انسان ته ضرر ونه رسي او ښه اخلاق ولري.
هغه زياته کړه، دا وزارت او تاسې ددې ادارې ټول منسوبين د ميليونونو مهاجرو او بېځايه شوو پروړاندې مسؤليت لري او لازمه ده، چې خپلې ورځنۍ چارې په جديت، صداقت او شفاف ډول ترسره کړئ، مراجعينو سره ښه چلند او د هغوی ستونزې په بېړنۍ توګه حل او کارونه يې له ځنډ پرته ترسره کړئ.
حقاني وويل، په دفترونو کې خپل خالي وخت مه ضايع کوئ، د ديني، ټولنيزو او سياسي کتابونو په لوستلو سره خپله علمي پوهه زياته کړئ او په وزارت کې د ديني زده کړو، کمپوټر او مديريت ښوونيزو برنامو کې پابند اوسئ.
هغه وويل، هېڅ داسې انسان نه شته چې خدای ته حساب ورکوونکی نه وي، موږ مسلمانان د قيامت په ورځ په حساب ورکولو بارو لرو او ددې ورځې له عظمت څخه ښه خبر يو، نو لازمه ده، چې خپل مسؤليت په سمه توګه ادار کړو.