د مهاجرينو چارو وزارت اویوې مؤسسې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو 

sadam_morr
Mon, Sep 11 2023 8:01 PM
_

د مهاجرينو چارو وزارت او د افغانستان اوامريکې د دوستۍ بنسټ ترمنځ د وږي په ٢٠ مه د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو.

د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې به  ياد بنسټ د ١٩ زره او ٤٤٠ امريکايي ډالرو په ارزښت  په بلخ ولايت کې ٢٠٠ کورنيو سره د خوراکي توکو د وېش په برخه کې مرستې کوي.

دغه هوکړه ليک د مهاجرينو چارو  وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او د ياد بنسټ د مسؤلينو ترمنځ لاسليک شو.

Latest news

BACK TO NEWS